بهرني راپورونه

حوثيانو پر امريکايي جنګي بېړۍ بريد کړی، خو هدف ته رسيدو مخکې شنډ شوی

بېړۍ

پر يمن واکمنو حوثيانو چې د ايران مستقيم ملاتړ له ځان سره لرې، د تېرې جمعې په ورځ د سورسمندرګي په عدن خليج کې د امريکا پر ېوې سترې پوځي بېړۍ توغنديز بريد وکړ چې هدف ته له رسېدو وړاندي د بيړۍ له لورې لمنځه يووړل شو.

د فرانسپرس خبري آژانس دراپور له مخې حوثيانو دغه بېړۍ ضد توغندی په عدن خليج کې د امريکا د پوځ اړوند پر «يو آس اس کارني» ډوله کښتۍ وتوغوی چې د کښتۍ د امنيتي وسلو له لورې لمنځه يووړل شو.

له دې وړاندې هم حوثيانو په ځلونو د امريکا او متحدينو پر کښتيو په سور سمندرګي کې ورته بريدونه کړې خو امريکا ويلې چې په دې بريدونو کې چاته زيان ندی اوښتی.

حوثيانو ويلې چې تر هغه به خپلو بريدونو ته په سور سمندرګي او عدن خليج کې دوام ورکوي چې اسرايل د غزې څخه په شاه شوې نه وې او امريکا او متحدين ددوی د اهدافو په نښه کولو څخه لاس په سر نشې.

امريکا ويلې چې د دغې بېړۍ بريد اړوند يې ايران ته مستقيم خبرداری ورکړی او ورته ويلې يې دې چې امريکا په سور سمندرګي کي د حوثيانو د بريدونو دوام نه منې او نه غواړې چې په سيمه کې نوې جګړه پيل شې.

په ملګرو ملتونو کې د امريکا دايمي استازي تيره ورځ په يوه بيان کې ويلې امريکا نه غواړې په نوې جګړه کې ځان ښکېل کړي او د حوثيانو سره په سور سمندرګي کې د جګړې کمولو لار غوره کوي.

د امريکا دايمي استازي په ملګرو ملتونو کې په داسي حال کې دا څرګندونې کوي چې وړاندي يي د ځينو متحدو هيوادنو په مرسته په يمن کې پر حوثیانو بریدونه کړې او د هغوی يو شمېر اهداف يې لمنځه وړي.

حوثي رسنۍ وايې چې د امريکا، بريټانيا او متحدينو له لوري په دغو بريدونو کې څه باندي سل تنو ته مرکژوبله اوښتې او تر ۹۰ زيات اهداف یې په نښه کړې دي.

له بلې خوا د بريټانيا د سمندري امنيت سازمان په يوه بيان کې ويلې چې د يمن څخه ۶۰ ميله ليري په عدن خليج کې د حوثيانو يو توغندی د تيلو په يوه بيړۍ کې لګېدلی چې له کبله يې‌ اورلګېدنه رامنځته شوې.

په ورته وخت کې چينايې چارواکو ايران ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د خپلو ايراني سيالانو سره ليدنه کړې او ورڅخه غوښتي يې دې چې په سور سمندرګي کې د حوثيانو د بريدونو مخه ونيسي.

ايراني رسنيو ويلې چې بيجينګ په ښکاره ويلې که په سره سمندرګي کې پر چينايې بيړيو بريد وشې، چين به د ايران څخه مايوسه شې.

د يادونې وړ ده چې حوثيان له ۲۰۱۷ کال راهيسي پر يمن واکمن دې او وړاندي يې د سعودي په مشري يو ائتلافي ځواک سره په جګړه کې زرګونه غړې ووژل شول.

امريکا او بريټانيا په يمن کې يو ځل بيا د حوثيانو هدفونه بمبار کړي