بهرني راپورونه

ټي‌ټي‌پي: د پاکستان پر راتلونکو ټاکنو د بريدونو پلان نلرو

ټي‌ټي‌پي

تحريک طالبان پاکستان يا ټي‌ټي‌پي اعلان کړی چې د فبروري په مياشت کې د پاکستان پر ملي او ایالتي کيدونکو ټاکنو بريدونه نه کوي او نه کوم پلان لري.

د ټي‌ټي‌پي يا پاکستاني طالبانو دغې ډلې په يوه بيان کې ويلې د بريدونو هغه ګواښونه چې د پاکستان حکومت يې خبر ورکړی د دوی سره تړاو نلرې.

تحريک طالبان پاکستان ويلې دوی د پاکستان جمهوريت د اسلام سره په ټکر کي بولې او تل به يې په وړاندي مبارزه کوي، خو ټاکنو ته یې زيان نه رسوې، او په دې هکله يې خپلو خلګو او سياسي ډلو ته خبر هم ورکړی دی.

د پاکستاني طالبانو د غې ډلې ادعا کړې چې د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارو کارکونکې د سياسي اشخاصو څخه د امنيت د ټينګښت لپاره پيسې اخلي، او د دې ډلې د نوم بدولو لپاره امنيتي خبرداری ورکوي.

اوس سوال دادی چې پاکستاني طالبان پر ټاکنو او سياستوالو د بريدونو پلان نلري نو ددې تر شا د چا لاس دی؟

يو شمېر افغانان په دې باور دي، چې پاکستانی پوځ او استخبارات د امنيت د خرابېدو لپاره يو امنيتي پلان تطبيقوي، او په دې سره غواړې امريکا او ځينو نورو هيوادونو څخه د پور او مرستو يو شمېر تړونونه تر لاسه کړي.

تحريک طالبان پاکستان يا ټي‌ټي‌پي خلکو ته خبرداری ورکړی چې د هغو ځايونو څخه دې ځانونه ليري وساتي چېري چې د ظالم پوځ او امنيتي ادارو کسان وي، زموږ اصلي هدف همدا دي.

د پاکستان حکومت تحريک طالبان پاکستان ډله د يوې ترهګرې ډلې په نوم پېژنې او د پاکستان د يو شمېر بريدونو مسؤله يی بولې.

دغې ډلې په ورستيو کې د پاکستان پر امنيتي ادارو او پوځيانو بريدونه ډېر کړي دي، او له کبله يې پاکستان کې امنیتي وضعیت ترينګلۍ شوی.

د ټي ټي پي دا بيان په داسې حال کې خپرېږي چې په پاکستان کې د فبرورۍ ايالتي او ملي ټاکنو ته کمپايني سيالۍ رواني دي او هر ګوند خپلو نوماندانو ته د رايو خپلولو په هڅو بوخت دې.

د پاکستان په دغو ګوندونو کې يو هم د مولانا فضل رحمان اړوند د جميعت علما اسلام ګوند چې په تېر کې د يو شمېر سياسي ګوندونو د ايتلاف غړی و.

د پاکستان ملي او ایالتي ټاکنو کې ګډون کونکو ته د پاکستاني طالبانو له لورې په داسې حال کې ډاډ ورکول کېږي، چې د کندهار والي ملاشرين اخند اسلام اباد کې له استخباراتو او مولانا فضل رحمان کندهار کې د افغان طالبانو له مشر سره کتلې و.

پاکستان په ځلونو تور پورې کړی و چې افغان طالبانو ټي ټي پي ته پنا ورکړې او ورسره مرستې کوې، او ټول بريدونه له افغانستانه پلانوي.

خو افغان طالبانو د پاکستان دا تورونه همېشه رد کړې او ويلې دې چې پاکستان د خپل امنيت د ټينګښت توان نلري او د خپل بام واوره د نورو په بامونو اچوي.

د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې د تېرو څلوېښتو کالو راهيسي په کورنيو جګړو کې پاکستان په مستقيم او غيري مستقيم شکل لاس لرلی، او همېشه يې د افغانستان د حکومتونو د پرځونکو ډلو ملاتړ کړئ.

| هبت الله اخند د پاکستاني طالبانو غوښتي چې پاکستان کې بريدونه کم کړي