راپورونه علمي کورني راپورونه

حامد کرزي له طالبانو بيا غوښتي چې د نجونو پر تعليم لګېدلي بنديزونه دې ختم کړي

حامد کرزي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ويلي چې د افغانستان د پرمختګ کيلي زده کړه ده، هغه له طالبانو غوښتي چې هر څه ژر کېږي د افغان نجونو د زده کړو او تحصيل دروازې دې خلاصي کړي.

ښاغلي حامد کرزي دغه څرګندونې پرون د څلورنۍ/چهارشنبې په ورځ د سلواغې پر ۴مه د زده کړو نړيوالې ورځې په مناسبت کړي دي او يو ځل بيا يې د طالبانو څخه غوښتي چې ښوونځي او پوهنتونونه دې د نجونو پر مخ خلاص کړي.

په هغه پيغام کې چې حامد کرزي پر ټولنيزه رسنۍ ايکس يا پخواني ټويټر خپور کړی راغلي چې «د يو هېواد د پرمختګ بنسټ، پايښت او عزت په تعليم او تربيه کې دی، په همدې خاطر هيله کوم چې تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي او پوهنتونونه د افغان نجونو پر مخ هر څه ژر خلاص شي.»

ښاغلي کرزي په هيله مندۍ سره ويلي چې « د نجونو د ښوونځيو او پوهنتونونو په پرانيستل کېدو سره به ځوان نسل د علم او زده کړې لوړې درجې خپلې کړي چې په دې سره به هېواد د نورو له احتیاج څخه خلاص او پر ځان بسياينې او خپلواکۍ ته ورسوي.»

پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ وروسته د شپږمو ټولګيو څخه پورته ښوونځي د نجونو پر مخ وتړل شول او بيا ورپسې د نجونو پر مخ پوهنتونونه هم وتړل شول، طالبان د تېرو دوه نيم کالو راهيسي يوه خبره کوي چې «د نجونو د تعليم لپاره پر مناسب چاپېريال رامنځته کولو کار روان دی.»
حامد کرزي تر دې وړاندې هم د طالبانو څخه غوښتي چې د نجونو پر ښوونځيو او پوهنتونونو دې لګول شوي بندیزونه ليري کړي، خو طالبانو د افغانانو او نړیوالو دغو غوښتنو ته تر اوسه مثبت ځواب نه دی ويلی.

ويل کېږي چې د نجونو تعليم هغه موضوع ده چې د طالبانو د حکومت او عامو وګړو ترمېنځ يې واټن راوستی دی او د نجونو د تعليم پر ځنډ سره دغه واټن ورځ تر بلې ورځ زياتېږي.

| ذبيح الله مجاهد وايي، د انجونو تعليم باندې بنديزونه به ژر ليري شي