بهرني راپورونه

کاناډا کې يوه الوتکه سقوط شوې چې د الماسو د کان شپږ کارکونکي پکې وژل شوي

د الماسو

د رويټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ د کاناډا په شمال کې يوه الوتکه لوېدلې چې د الماسو د کان شپږ تنه کارکوونکي پکې وژل شوي دي.

دا پېښه د درېنۍ/سه‌شنبې په ورځ هغه مهال رامينځته شوه چې کله يوې وړې مسافر وړونکې الوتکې د الماسو د کان مسلکي کار کوونکې وړل چې د الوتلو وروسته سم دستي ولوېده.

د الماسو اړونده شرکت د وژل شوو کسانو کره شمېره نه ده په ډاګه کړې خو د خپاره شوو راپورونو په اساس شپږ تنه مسلکي کارکوونکې پکې وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې یوه کوچنۍ الوتکه چې د (ریو ټینټو) کان کیندنې ادارې کارکوونکې یې لیږدول د درېنۍ/سه‌شنبې په ورځ د کاناډا شمال لویدیځ کې‌فورټ ته نژدې د (ډایکیک) د الماسو کان ته د الوتنې پرمهال ولویده، چې يو شمېر کسان پکې ووژل شول.

د فرانسې يوې خبري رسنۍ د پېښې څخه د باخبره يوه کس له خولې ليکلې چې د يادې سقوط شوي الوتکې څخه يو کس ژوندی هم پاتې شوی دی‌.

د کاناډا د لېږد رالېږد د پلټنې يوه ډله سيمې ته رسېدلې ده، ويل کېږي چې دغې الوتکې د ۱۹ مسافرو د لېږد ظرفيت درلود.

تر دې وړاندې هم د کاناډا په بېلابېلو سيمو کې د غه ډول الوتکې سقوط شوي دي چې يو شمېر خلک پکې وژل شوي او ټپيان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې څلور ورځې وړاندې په افغانستان کې هم د بدخشان د کوف آب ولسوالۍ په اړونده سيمه کې يوه روسۍ الوتکه سقوط شوې وه چې پکې د شپږو تنو سفرو څخه څلور يې ژوندي پاتې شوي او دوه تنه چې خاوند او مېرمن وه مړه شوي دي، د يادې الوتکې څخه د ۱.۲ ميليارده ډالرو غلا په اړه هم نن راپورونه خپاره شوي دي، چې د طالبانو حکومت يې د غلو پيداکولو پلټنې پيل کړي دي.

| بدخشان کې د سقوط شوي روسۍ الوتکې څخه ۱۲۰۰ ميليونه ډالر غلا شوي