راپورونه کورني راپورونه

د خبريالانو نړيوالې کمېټې له طالبانو غوښتي چې پر خبریالانو دې تشدد بند کړي

خبريالانو

په افغانستان کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زياتېدو سره هممهاله د خبريالانو د خونديتوب نړيوالې کمېټې خبر ورکړی چې د طالبانو څخه يې غوښتي چې د خبريالانو د ځورونې او نيونې لړۍ ودروي.

د هغه پيغام پر بنسټ چې د خبريالانو د خويتوب نړيوالې کمېټې د دونۍ/دوشنبې په ورځ خپور کړی دی، دغې کمېټې د طالبانو څخه غوښتي چې د يوې جاپاني رسنۍ خبريال احسان اکبري چې طالبانو بندي کړي دی پرته له ځنډ او قيد څخه دي خوشي کړي.

د مالوماتو پر بنسټ د جاپان د کيودو نيوز خبريال احسان اکبري تېره اوونۍ د څلورنۍ/چهارشنبې په ورځ د طالبانو د استخباراتو لخوا نيول شوی دی.

د سرچينو په خبره د اکبري د نيولو يوه ورځ وروسته د طالبانو استخباراتو د هغه پر کار ځای چاپه وهلې ده د هغه کمپيوټر او کامره يې له ځان سره وړي دي او بيا يې اکبري مجبوره کړی دی چې کور ته يې زنګ ووهي او د هغه ځيرک موبايل يې هم له کوره ور باندې راغوښتی دی.

د اکبري د نيونې او د هغه د وسايل د ضبط خبر د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد تاييد کړی او ويلي يې دي چې دغه خبریال د طالبانو ضد کړيو ته مالومات لېږل.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ راهيسي پر خبریالانو او رسنيو تر حد زيات بنديزونه لګېدلي دي او يو شمېر خبريالان مجبوره شوي چې خپلې دندي پرېږدي یا له هېواده وتښتي.

راپور: محبوب حکيمي

| پر افغان رسنیو د طالبانو د بندیزونو اغیز