بهرني راپورونه

امريکا او بريټانيا په يمن کې يو ځل بيا د حوثيانو هدفونه بمبار کړي

د حوثيانو

دا دوهم ځل دی، چې امريکا د متحدينو په مرسته په يمن کې د حوثيانو اهداف په نښه کوي.

د امريکا د پوځ مرکزي قومنداني څخه څو چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط ويلې چې دغه بريدونو کې يې د حوثيانو د توغنديو زېرمتونونه او د توغولو ځايونه د جنګي جيټ الوتکو، جنګي بيړيو او اوبتلونو څخه په ماهاک توغنديو په نښه کړل.

امريکا او متحدينو له دې وړاندي هم په يمن کې د حوثي ډلې پر يو شمېر اهدافو بريدونه کړي ول، چې حوثيانو يې په ځواب د امريکا باروړونکې کښتۍ په نښه کړې وه، خو چاته پکې زيان نه و اوښتی.

بل پلو پر يمن واکمن حوثيانو هم په عدن خليج کې د امريکا يوه پوځي کښتۍ په نښه کړې.

د حوثي ډلې وياند يحييٰ سريع رسنيو ته په خبرو کې ويلې د امريکا او بريټانيا بريدونو ته په ځواب کي مو د امريکا لويه پوځي کښتۍ«اوشن جاز» په توغنيدو وویشته.

سريع ويلې چې په سور سمندرګي کې پر کښتيو بريدونه د امريکا او متحدينو بريدونو ته ځواب دی، او هيڅ بريد به بې ځوابه پاتي نشې.

د امريکا پوځ بيا حوثيان د ترهګرو په ليست کې شامل کړي، او ايران يې له ترهګرو سره د مستقيم ملاتړي په نوم نومولي دي.

امريکا وايې، ايران پر نړيوالو بيړيو د بريدونو لپاره حوثيانو ته توغندۍ او وسلې ورکوي.

په سره سمندرګي کې د حوثي ډلې بريدونه د امریکا او بريټانيا له لورې په تيرو دريو لسيزو کې تر ټولو خطرناک بريدونه وبلل شول.

د امريکا د پوځ مرکزي قومنداني دفتر په يوه بيان کې ويلې چې د دوشنبې په ورځ پر امريکايي بيړۍ د حوثي ډلې بريالی بريد يو «ښکاره دروغ» بللی او ويلې يې دې چې د امريکا پر بيړيو په دغه ورځ هيڅ بريد ندی شوی.

| حوثيانو په عدن خليج کې د امريکا باروړونکې کښتۍ په توغندۍ وويشته