راپورونه کورني راپورونه

راپورونه: طالبانو په مزارشریف کې يو لېونی وژلی دی

لېونی

د راپورونو پر بنسټ د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې طالبانو يو لېونی او په رواني ناروغۍ اخته يو کس په ډزو وژلی دی.

سرچينو پرون يونۍ/يکشنبه د سلواغې پر لومړۍ نېټه رسنیو ته ويلي چې طالبانو دا لېونی کس د مزارشريف په الکوزي څلورلارې کې طالبانو ته د سپکاوي په تور په مرميو وژلی دی.

په همدې حال د سيمي اوسېدونکو رسنیو ته ويلي چې دا کس لېونی او رواني ناروغ وو چې د کلونو راهيسي د مزارشريف په پر سړکونو ګرځېده او د ځان سره به یې خبرې کولې.

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو پر بنسټ پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ راهيسي د هېوادوالو سره توپيري چلند مخ پر زياتېدو دی، او د راپورونو له مخې د خلکو د ازار او اذيت سبب جوړ شوی دی.

د يو شمېر رسنيو د راپورونو پر بنسټ ويل شوي چې په افغانستان کې د نامالومه وسله والو په نوم اکثره وژنې هم د طالبانو لخوا تر سره کېږي چې طالبان خپل سياسي مخالفين، شخصي مخالفين او يا هم د تېر جمهوري حکومت نظاميان په نښه کوي.

خو د طالبانو حکومت په ځلونو دغه ادعاوې رد کړي دي او ويلي يې دي چې د خپل رهبر شيخ هبت الله اخند د عمومي عفوي فرمان ته په پوره احترام قايل دي او هيڅوک يې د پخوانيو ګناهونو له کبله مجازات کړي نه دي.

| سرچينې: طالبانو په کابل کې د تېر حکومت يو تن نظامي وژلی