پښتونخوا

د چمن پرلت ۹۸ مه ورځ او د پاکستاني چارواکو بې غوري

د چمن پرلت

پر ډیورنډ فرضي کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر دریو لارو، چمن، تورخم او انګور اډه د پاکستان حکومت د هغه شرط چې پاسپورټ درلودل یې لازمي کړی دی احتجاجونه روان دي.

د چمن پرلت ۹۸ ورځې کېږي، پر انګور اډه احتجاج له ۷۳ ورځو واوښت او پر تورخم بیا د موټر چلوونکو د احتجاج نن يونۍ/يکشنبه، لسمه ورځ ده.

د چمن پرلت د جنوبي پښتونخوا ایالت په چمن ښار کې چې د کندهار ولایت له سپین بولدک ولسوالۍ سره پر ډیورنډ فرضي کرښه د وړو سوداګرو (لغړي اتحاد) لخوا د تیر کال د اکتوبر له ۲۱ څخه پرلت پیل کړی دی. دوی غواړي چې پر چمن-بولدک لار دې د تلو راتلو لپاره د پاکستان لخوا د پاسپورټ او ویزو لګول شوی شرط بیرته ليري شي.

د چمن پرلت ګډونوال وايي چې د حکومت استازي ځي راځي مګر تراوسه پورې یې د هيڅ مذاکراتو نتيجه نه ده مالومه شوې، دوی همدارنګه زياتوي چې تر هغو پورې پرلت پای ته نه رسوي څو پوري چې يې غوښتنې نه وي منل شوي، څه موده وړاندې د چمن پرلت سره د پاکستان حکومت دا منلې وه چې د چمن او بولدک ترمنځ دروازه به د دريو مياشتو لپاره په موقت ډول پرته له پاسپورټ او ويزې خلاصوي خو د چمن پرلت ورسره دغه مذاکره ونه منله او د دغې دروازې د تل لپاره خلاصېدو غوښتنه کوي.

بلخوا د جنوبي وزیرستان په انګور اډه کې هم له تېرو ۷۳ ورځو راهیسې د پاکستان حکومت له خوا د پاسپورټ او ویزې شرط جاري کولو پر خلاف پرلت روان دی.

د دې پرلت غړي وايي چې د پاسپورټ لازمي کولو خلاف به ولس خپلو کې سره کښېني او نورې سختې پرېکړې به کوي، هغوی همدارنګه وايي چې د چمن له پرلت سره به ملګري کېږي چې خبره یې یوه شي. نو د پاکستان حکومت چې له هغوی سره کومه خبره کوي، هغه خبره به زموږ هم وي.

همدارنګه په تورخم کې هم د تېرو لسو ورځو راهيسي يو پرلت ناست دی، د جنورۍ پر ۱۳مه پاکستاني مقاماتو پر تورخم لاره د افغانستان موټر چلوونکو لپاره د پاسپورټ او ویزې درلودل لازمي کړل چې په غبرګون کې یې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستاني موټر چلوونکو لپاره پاسپورټ او ویزه لازمي وګرځوله، خو اوس دواړو غاړو ته په سلګونه لارۍ ولاړې پاتې دي او چلوونکي د پاسپورټ او ویزې شرط نه مني. دادی یوه اونۍ کېږي چې پر تورخم دروازه هر ډول تجارت ولاړ دی.

موټر چلوونکي وايي چې د پاسپورټ شرط نه مني او خپل احتجاج ته به تر هغو پوري دوام ورکوي چې د پاسپورت لرلو شرط بيرته نه وي ليري شوی.

د پاکستان سرپرست حکومت بيا په ځلونو ویلي چې له افغانستان سره د تګ راتګ لپاره به د پاسپورټ او ویزې شرط په جدي توګه عملي کوي او هېڅوک د اسنادو پرته سفر نه شي کولای.

| کونړ کې د پاکستاني پوځيانو او طالبانو ترمنځ نښته رامنځته شوې