بهرني راپورونه

امريکا يمن کې پر حوثيانو تازه بريدونه کړي دي

يمن

امريکايي چارواکي وايې چې پوځ يې د چهارشنبې په ورځ په يمن کې د حوثيانو پر هغو اهدافو د‌ کښتيو او اوبتلونو په مټ بريدونه کړي چې د حوثيانو له لوري ترې جنګي او تجارتي بيړۍ په نښه کېدې.

د امريکا د پوځ د غو‌ چارواکو چې نه يې غوښتل نوم يې په ډاګه شې وويل چې امريکا يمن کې په دغو بريدونو کې د حوثيانو لس اهداف په نښه کړل او د هغوی د مزايل توغولو دستګاوي يې لمنځه وړې دي.

د حوثيانو يوه ټلويزيون المسيره په خپل ټيلګرام چينل کې ويلې چې دغه بريدونه د يمن په ذمار، الحديدة ، تعز، البيضاء او صعدة ولایتونه کې شوي دي.

فرانسپرس هم په یوه مقاله کې د امريکا او بريټانيا له لوري يمن کې ورستيو بريدونو ته په اشارې ويلي چې ښايې کړکيچ ټولې نړۍ ته پراخ شې.

فرانسپرس خبري اژانس د يمن د سبا ويب پاڼي له قوله ويلې چې په دغو بريدونو کې ځاني او مالي زيانونه رسېدلي خو تر اوسه پوري دقیق معلومات ندي ترلاسه شوي.

امريکا يې چارواکو ويلې چې دغه بريدونه یې يوازي پر هغو سيمو او اهدافو کړې چېرته چې مزايلي دسګاوي نصب وې او په سور سمندرګي کي يې کښتۍ په نښه کولې.

له بلې خوا د بريټانيا د بهرنیو چارو وزير کامرون له خپل ایراني سیال حسين امير عبدالهيان سره په ليدنه کې د ايرانه غوښتې چې د حوثيانو د ملاتړ او تجهيز څخه لاس واخلي.

ډويډ کامرون پر خپله ايکس پاڼه ليکلې چې د امير عبدالهيان سره په ليدنه کي يې په ښکاره ورڅخه غوښتې چې د هغو ډلو او هيوادونو له ملاتړه لاس په سر شې چې د سيمې امنيت ته ګواښ پېښوي.

امريکا هم په يوه تازه پرېکړه کې حوثيان بيا د ترهګرو په تور ليست کې شامل کړل او دهغوی په وړاندي يې د سختو ځوابونو خبرداری ورکړ.

حوثيانو بيا په سرې بحيرې کې پر کښتيو بريدونه د حماس او غزې د خلګو سره خواخوږي بللې او ويلې يې دې چې تر هغو به د بريدونو لاس ونخلې چې د غزې د جګړې څخه اسرايل په شا نه شې.

هېره دي نه وې چې د نړۍ د سلو څخه کابو ۱۲ فيصده تجارتي بيړۍ د يمن او جيبوټي ته څېرمه باب المنديب تنګي څخه تېرېږي چې د حوثيانو ورستيو بريدونو يې تګ راتګ ټکنی کړی دی.

| حوثيانو په عدن خليج کې د امريکا يوه بله کښتۍ په توغندۍ ويشتلې