بهرني راپورونه

قطر: په غزه کې د جګړې پای ته رسولو سره به د سرې بحيرې امنيت خوندي شي

سرې بحيرې

د قطر لومړي وزير شيخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني وايې چې په غزه کې د روان کړکېچ پای ته رسول به د سرې بحيرې (سره سمندرګي) د امنيت په تامين کې مرسته وکړي او حوثيان به د خپلو بريدونو څخه لاس واخلي.

آل ثاني د سرې بحيرې په اړه دا خبري د تېرې درېنۍ/سه‌شنبې په ورځ د سويس په داووس ښار کې د دوهم نړيوال اقتصادي فورم په غونډه کې وکړې.

د قطر لومړي وزير په خپلو خبرو کې د ستونزو پر ډيپلوماټیک حل‌ ټينګار وکړ، او د امريکا او بريټانيا له لوري يې پر حوثيانو بريدونه د ستونزو د پراخولو او د کړکېچ پراخولو په مانا وبلل.

پر يمن واکمن حوثیان چې د ايران ملاتړ له ځان سره لري، په سرې بحيرې کې پر هغو بيړيو بریدونه کوي چې د اسرايلو په ملاتړ رواني وي، حوثیانو‌ دغه بريدونه د غزې د خلګو او حماس سره خواخوږي بولي.

د قطر لومړي وزير په خپلو خبرو کې د امريکا، بريټانيا او متحدينو بریدونه د حوثيانو پر اهدافو وغندل او زياته يې کړه چې ښايې له داسي حال سره په سيمه کې يو نوی کړکېچ او جګړې رامنځه شې چې د ټولو په زيان ده.

امريکا او بريټانيا د تېرې جمعې په ورځ په يمن کې د حوثيانو پر يو شمېر اهدافو بريدونه وکړل چې په کښې لس تنو ته مرګژوبله واوښته.

حوثيانو د امريکا او متحدينو يادو بريدونو ته په غبرګون کې په سره سمندرګي کې د امريکا پر پوځي بيړيو بالسټيک توغندي وار کړل چې يو يې هدف ته له رسیدو مخکې شنډ او دوهم يې مرکژوبله نده اړولې.

د يادونې وړ ده چې په نړيواله سطحه د سوداګريزو کښتيو ۱۲ سلنه د يمن او جيبوټي تر منځ په سره سمندرګي کي د باب المندب تنګي څخه تېرېږي، چې د حوثيانو له لوري د اسراييلو پر کښتيو بريدونو یې تګ راتګ ټکۍ کړي دی.

| حوثيانو په عدن خليج کې د امريکا باروړونکې کښتۍ په توغندۍ وويشته