راپورونه کورني راپورونه

کابل کې د پاسپورټونو دوېش دوه نوي مرکزونه پرانيستل کېږي

پاسپورټونو

په افغانستان کې د پاسپورټ غوښتونکو د شمېرو په زياتوالي سره، د طالبانو د پاسپورټ عمومي رياست په کابل کې د پاسپورټونو د نوبت ژر رسېدو او نورو سهولتونو په پار په کابل کې د پاسپورټونو د دوو نوو مرکزونو د پرانيستلو خبر ورکړی دی.

په هغه پيغام کې چې د دونۍ/دوشنبې په ورځ د مرغومې پر ۲۵مه د افغانستان د ملي ټلوېزون له لارې د پاسپورټ عمومي رياست د وياند نور الله پتمن لخوا پيغام خپور شوی راغلي، چې د پاسپورټونو د وېش دغه دوه مرکزونه به د نوو کسانو د ګمارنې او د فني وسايلو د برابرولو وروسته پرانيستل شي.

پتمن همدارنګه ويلي چې په کابل کې د دوو نوو مرکزونو پرانيستل د پاسپورټ په برخه کې د اسانتيا راوستلو د يوې طرحې برخه ده.

د مالوماتو په اساس اوسمهال د پاسپورټ رياست د ورځې اته زره جلده پاسپورټونه
پاسپورټ غوښتونکو ته ورکوي.

ويل کېږي تر هغې وروسته چې د پاسپورټ رياست د حضوري پاسپورټ ورکولو اعلان وکړ، په کابل او هرات کې د پاسپورټ غوښتلو لپاره هره ورځ زرګونه کسان د دې رياست مخې ته د نوبت نيولو لپاره را جمع کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ وروسته د بېوزلۍ، پر ښځو د کار بنديز، د انجونو پر زده کړو بنديز او نورو سياسي دلايلو په اساس زيات افغانان د افغانستان څخه د وتلو پلان لري چې ځکه د پاسپورټ غوښتونکو شمېر تر حد زيات ډېر شوی دی.

| د کابل پاسپورټ رياست د وېش بهير کې د ګڼې ګوڼې اوج