نړیوال نړیوال سیاست

حوثيانو په عدن خليج کې د امريکا باروړونکې کښتۍ په توغندۍ وويشته

حوثيانو

د امريکا متحده ايالاتو د پوځ مرکزي قرارګاه سنتکام وايې تيره ورځ دوشنبه د حوثيانو ډلې د سرې بحيرې جنوب لور ته په عدن خليج کې د امريکا يوه باروړونکې کښتۍ په بالسټيک توغندي وويشتله

د حوثيانو په دې بريد سره د منځني ختيځ د ناارامه کولو وېره نوره هم زیاته شوه او ويل کېږي چې ښايې په دې سیمه کې يوه نوې جګړه پيل شي.

سنتکام ويلې چې پر دې کښتۍ د مارشال‌ ټاپوګانو بيرغ رپېده او توغندۍ له لګېدو سره پکښې اورلګېدنه رامنځته شوې خو کوم چاته پکښې زيان‌ ندی اوښتی او خپل سفر ته یې‌ دوام ورکړئ.

حوثيانو تر دا مهاله ددې بېړنۍ د ويشتلو په هکله څه ندي ويلي خو دا پېښه وروسته تر هغه رامنځته شوه چې امريکا او بريټانيا په يمن کې د حوثيانو اهداف په نښه کړل.

حوثيانو د يک شنبې په ورځ هم د امريکا متحده ايالاتو يوه جنګي بيړۍ باندي توغندی وار کړ چې هدف ته له رسیدو مخکې د امريکايې جنګي الوتکو له لوري شنډ شو.

د يمن حوثيانو د ډلې څخه يوې سرچينې پرانسپرس خبري آژانس ته ويلې چې تېره ورځ دوشنبه دې ډلې درې بالسټيک توغندي وتوغول.

د حوثيانو له لورې د توغنديو توغول او پر يمن او دغې ډلې د امريکا او بريټانيا بمباري دا وېره خپره کړې چې ښايې د غزې جګړه ټولې سيمي او منځني ختيځ ته خوره شې.

حوثيانو ويلې چې پر امريکايې او اسرايلي کښتيو ددوی د بريدونو هدف د غزې د خلګو او حماس سره خواخوږي ده.

د يادونې وړ ده چې په نړۍ کې سوداګريزي کښتۍ په سلو کې ۱۲ فيصده په سره سمندرګي کې يمن او جيبوټي ته څېرمه له پراته تنګي څخه تېرېږي، چې د حوثي ډلې له لوري ورستيو بريدو د کښتيو تګ راتګ اغېزمن کړئ، او امريکا د يوه امنيتي پلان د اعلان ورسته ويلې چې د سرې بحيري امنيت به ټينګ کړي.

| ايران پر حوثيانو د امريکا او بريټانيا بريدونه غندلي، سعودي د زغم غږ کړی