د پښتون ژغورنې غورځنګ په بنو کې د ډېرو ستونزو او بنديزونو باوجود هم يوه لويه جلسه وکړه.
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو په دغه جلسه کې د وخت د کموالي په خاطر يوازي څلورو کسانو ویناګانې وکړې او د دې غورځنګ د مشر منظور احمد پښتون په ګډون د نورو زنداني غړو د خلاصون غوښتنې يې وکړې.
نور مالومات په ويډيو راپور کې وګورئ