راپورونه کورني راپورونه

مولانا فضل الرحمان د شيخ هبت الله اخند سره په يواځيتوب ليدنه شوې

مولانا فضل الرحمان د شيخ هبت الله اخند سره TTP

د باوري سرچينو په وينا د پاکستاني علماوو د جمعيت ګوند مشر فضل الرحمن د طالبانو د رهبر شيخ هبت الله اخند سره په کندهار کې ليدنه کړې ده.

په همدې حال پرون څلورنۍ/چهارشنبه د مرغومې ۲۰مه نېټه د پاکستاني رسنیو لخوا دا ليدنه تاييد شوې ده او ويلي يې دي چې مولانا فضل الرحمان د شيخ هبت الله اخند سره د افغانستان او پاکستان پر دوه اړخيزو مسايلو خبرې اترې کړي دي.

د دې ليدنې په اړه ډېر مالومات نه دي خپاره شوي او د طالبانو حکومت هم د دغې ليدنې په اړه تر اوسه پورې څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې د دې اوونۍ د يونۍ/يکشنبې په ورځ مولانا فضل د طالبانو په رسمي بلنه کابل ته راغلی، هغه تر خپل سفر وړاندې ويلي وو چې د افغانستان د اوسني حکومت سره به د تحريک طالبان پاکستان او نورو دوه اړخيزه موضوعاتو خبرې کوي.

تر دې وړاندې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت څخه يوې سرچينې ويلي وو چې مولانا فضل الرحمان د شيخ هبت الله اخند سره د ليدنې غوښتنه د هبت الله اخند د دفتر لخوا رد شوې وه.

| شيخ هبت الله اخند د مولانا فضل الرحمان د ليدو غوښتنه رد کړې

کابل ته د مولانا فضل الرحمان د سفر څخه مخکې د طالبانو د کندهار والي ملا شيرين اخند هم د يوه پلاوي په مشرۍ د پاکستاني مقاماتو سره د خبرو اترو لپاره د پاکستان اسلام آباد ته سفر کړی وو.

ويل کېږي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړيکې په دې وروستيو کې ترينګلي شوي دي، پاکستان ادعا کوي چې د تحريک طالبان پاکستان يا ټي ټي پي غړي په افغانستان کې پناه ځايونه لري او له افغانستانه حمايه کېږي، خو طالبانو د پاکستان دغه ادعاوې په وار وار رد کړي دي.

په همدې حال د سياسي چارو شنونکي په دې باور دي چي د پاکستان د حکومت ټول واک د دې هېواد د پوځ په لاس کې دی، او د دې حکومت جمهوري برخې د هر ډول استازو استازولي کمزورې ګڼي.

| مولانا فضل الرحمان کابل کې د مېلمستيا پرمهال ليدنو ته دوام ورکړی