راپورونه کورني راپورونه

د کابل پاسپورټ رياست د وېش بهير کې د ګڼې ګوڼې اوج

پاسپورټ رياست

د پاسپورټ جوړلو لپاره د خلګو ګڼه ګوڼه وروسته له هغه زياته شوه چې د پاسپورټ رياست په یوه اعلان کې ويلې چې نور به په افلاين شکل د پاسپورټ د ويش بهير پيلوي.

نن څلورنۍ/چهارشنبه د پاسپورټ رياست ته په زرګونو هيوادوال د پاسپورټ جوړولو په موخه راغلي وه او غوښتل يې چې په افلاين شکل پاسپورټ جوړ کړي.

ياد رياست له دې وړاندي په انلاين شکل د پاسپورټ جوړولو بهير پيل کړی و خو تېره ورځ د پاسپورټ عمومي رييس وويل چې له چهارشنبې له ورځې به ياد بهير به د پخوا په څېر په افلاين توګه هم پيلوي.

پاسپورټ رياست ويلي چې دا پرېکړه يې ځکه وکړه، ځيني کسان چې اړتيا يې نه درلوده، له هغو کسانو سره نه بېلېدل چې پاسپورټ ته اړتيا لري.

د ياد رياست چارواکو ويلي چې دا بهير لومړی په کابل کې او د پايلې ورکولو وروسته به يې په ولايتونو کې هم پيل کړي.

د پاسپورټ عمومي رييس د دغې پرېکړې وروسته نننی بیروبار تر کنټرول وتلی وو، د پاسپورټ ځيني جوړوونکي وېره لري چې بيرته د پاسپورت افلاین بهير د ګډوډۍ له کبله ونه درېږي.

| د پاسپورټ رييس: له چهارشنبې کابل کې د افلاین پاسپورټونو وېش پيلوو