سپورت کرکټ

افغان کرکټ بورډ پر دريو لوبغاړو لګول شوي بندیزونه ليري کړل

کرکټ بورډ

د افغانستان کرکټ بورډ پر فضل حق فاروقي، نوين الحق مريد او مجيب الرحمن باندي د لګول شويو بنديزونو د ليري کولو خبر ورکړ.

د افغانستان کرکټ بورډ تېره شپه ناوخته پر ټولنيزو رسنيو په يوه بيان کې ويلي چې د يادو دريو لوبغاړو لپاره يې موظفه کمېټه ګمارلې او دې کمېټې ياد بنديزونه تعديل کړل.

په بيان کې راغلي چې يادو دريو لوبغاړو کرکټ بورډ ته د ايميل له لاري پر دې پرېکړي د تجديد نظر غوښتنه کړې او ويلي و چې د ملي دندي پر وخت به بهرنیو ليګونو کې نه لوبېږي.

د افغانستان کرکټ‌بورډ پاڼه ليکل شوي چې ددغې پريکړي پر بنسټ به يادو لوبغاړو ته مرکزي قراردادونه ورکړل شي او هغوی به د ملي بوختيا او اداري ګټو په پام کې نيولو سره سم په بهرينو ليکونو کې ولوبیږي.

په دغه پرېکړه کې راغلي چې د تېرو وضع شويو بنديزونو پر ځای به پر يادو لوبغاړو ځيني اصول پلي شي، تر څو په راتلونکې کې د ورته پېښو مخنيوی وشې.

د کرکټ بورډ د پريکړي پر بنسټ به د مرکزي قرارداد د نه لاسليکولو له کبله ورستۍ اخطاريه ورکړل شي او د معاش څخه به يې يوه اندازه وګرزول شي.

بيان کاږې چې ملي دندي او اداري ګټو ته په کتو به يادو لوبغاړو ته په تجارتي ليګونو کې د ګډون اجازه NOCs ورکول کېږي.

د ياد اصولو له مخي به د غو لوبغاړو ته د غوره کارکردګي او اصولو ته د بشپړي ژمنتيا په خاطر مرکزي قرارداد ورکول کېږي.

د کرکټ يو شمېر مينوال او شننونکي د کرکټ بورډ د يادي پرېکړي هرکلی کوي، او وايې چې لوبغاړي به د يادو بنديزو د لګولو سره ملي دندي ته ژمن پاتي شي.

د کرکټ مبصر جعفر هاند د ټولنیزي رسنۍ فيسبوک په یوه پوسټ کې ليکلي چې د خوښۍ ځای دی چې د بورډ او لوبغاړو ياده ستونزه حل شوه.

ښاغلي هاند ليکلې چې که دا مسئله د هندوستان تر پريمر ليګ مخکې حل شوې نه وای ښايې نوري ستونزي یې زېږولاې وای.

د يادونې وړ ده چې افغان کرکټ بورډ د ډيسمبر مياشتي پر ۲۵ په يوه ناسته کې پر فضل حق فاروقي، نوين الحق مريد او مجيب الرحمن باندي يو لړ بنديزونه ولګول چې له مخي يې د يو کال لپاره د مرکزي قرارداد نه ورکول او د دوو کالونو لپاره په تجارتي ليګونو کې پر لوبیدو بنديز لګول شوی و.

| افغان کرکټ بورډ د هند په وړاندي لوبلړۍ ته لوبډله اعلان کړه