د طالبانو د حکومت د کندهار والي ملا محمد علي حنفي چې په ملا شيرين مشهور دی، تېره ورځ د يوه رسمي سفر په ترڅ کې اسلام اباد ته له رسیدو سره سم د پاکستان د بهرنیو چارو د چارسمبالي وزير جليل عباس جيلاني سره وکتل.

پاکستاني رسنيو د ملا شيرين اخند او جليل عباس د ليدنه تاييد کړې او ويلي يې دې چې د دوه اړخيزو اړيکو پر پياوړتيا او په افغانستان کې د ټي ټي پي/ تحريک طالبان‌ پاکستان پر نظامي حضور يې بحث وکړ.

د پاکستاني د موقت حکومت د بهرنيو چارو چارسمبالي وزير جليل عباس جيلاني پر خپله ايکس پاڼه ليکلي چې د دوه اړخيزه اړيکو پر پياوړتيا يې خبري کړي.

جيلاني “د دواړو لورو د ګټو لپاره د متقابل عمل او دوه اړخیزو اړیکو په برخه کې د پاکستان پر ژمنتیا” ټینګار کړی دی.

چارسمبالي وزير د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پیوستون له بشپړ ظرفیت څخه د استفادې لپاره د ټولو مسلو د حل پر اړتیا هم خبري کړې.”

تر اوسه طالب چارواکو د يادي ليدني اړوند رسمي څه ندي ویلی خو شننونکي په دې باور دي چې ملاشرين اخند به د پاکستان استخباراتي ادارې ای اس ای سره مهمه ليدنه ولري او د خپل مشر پيغام به ورته ورسوي.

د جمهوري حکومت د امنيت شورا وياند مولوي رحمت الله انډړ وايې چې ملا شيرين اخند چې پخوا د طالبانو د استخباراتو د مسؤل په توګه پاتي شوی، د ای اس ای سره زړه ملګرتيا لري.

ښاغلي اندړ پر خپله ايکس پاڼه ليکلي. “استخباراتي اړيکي بايد مرموز او استخباراتي خلک وپالي، او بهرنيو چارو وزارت يوازي د ښکاره اړيکو د پياوړي کولو صلاحيت لري.”

ويل کېږي چې په دغه پلاوي کې له ملا شيرين اخند سره د استخباراتو، اطلاعات فرهنګ او دفاع‌ وزارت استازي هم ملګري دي.

ښايې نن طالب پلاوی په اسلام آباد کې د پاکستان استخباراتي ادارې ای اس ای له مشرانو سره د پردو شاته وګوري او د طالبانو د مشر پيغام ورته ورسوي.

په پاکستان کي د پارلماني ټاکنو د رارسېدو سره امنيتي ننګوني زياتي شوې دي او پاکستان بيا ددې ننګونو کنټرول د طالبانو په لاس بولي.

پاکستان په ځلونو پر طالبانو غږ کړی چې د پاکستاني طالبانو له ملاتړ او تجهيز څخه لاس واخلي، او د يو ښه ګاونډي په څېر عمل ترسره کړي.

ملا محمد علي حنفي چې په ملا شيرين مشهور دی، په داسي حال کې د پاکستاني چارواکو سره د پټو او ښکاره ليدنو لپاره اسلام اباد ته سفر کوي چې د پاکستان د جميعت علما اسلام مشر مولانا فضل رحمان ته د کابل د سفر بلنه ورکول سوې ده.

| مولانا فضل الرحمن په نژدې وخت کې کابل ته سفر کوي