راپورونه کورني راپورونه

په اروزګان کې ناپېژاندو کسانو يو پخوانی نظامي وژلی دی

پخوانی نظامي

په اروزګان کې سرچينې وايي، چې ناپېژاندو وسله والو په دې ولايت کې يو پخوانی نظامي وژلی او بيا له سيمي تښتېدلې دي.

سرچينې پرون درېنۍ/سه‌شنبه ناوخته رسنيو ته ويلي، دا سړی پخوانی نظامي وو او د اروزګان په ګيزاب ولسوالۍ کې وژل شوی دی.

د سرچينو په وينا دا پخوانی نظامي ( شاهي ) نومېدئ او تېره شپه په خپل کور کې د نامالومه وسله والو لخوا په ډزو وژل شوی دی.

سرچينه همدارنګه زياتوي چې دا کس په مخکيني حکومت کې پوليس وو او د طالبانو د راتلو سره په خپلو عادي کارونو مصروف وو.

تر اوسه پورې د دغه پخواني نظامي د وژنې دليل مالوم نه دی او طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو مياشتو کې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې په موخيزو وژنو کې زياتوالی راغلی دی.

د دې څخه وړاندې تازه په فارياب کې يو پخوانی نظامي وژل شوی وو او ورپسې د انګليسي ژبې يو استاد هم د نامالومه وسله والو لخوا د کابل په نوي ښار کې وژل شوی وو.

ويل کېږي چې يو شمېر هېوادوال د پخوانيو نظامي کسانو د وژنو د پېښو عاملين طالبان يادوي خو طالبان دغه ادعاوې وخت په وخت ردوي او وايي چې د خپل مشر د عمومي عفوي فرمان ته احترام لري.

| وسله والو کابل کې د پوهنتون استاد عبدالرشيد دروېش وژلی