سپورت کرکټ

افغان کرکټ ملي لوبډله نن د عربي اماراتو په وړاندي دوهمه لوبه ترسره کوي.

کرکټ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به نن د افغانستان پر مهال د (ماښام ۰۶:۳۰) بجې د کوربه متحده عربي امارتو په وړاندي د دوهمي لوبي لپاره ميدان ته کښته شي.

د افغانستان او متحده عربي اماراتو کرکټ ملي لوبډلو دا لوبه به د امارتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.د افغانستان او کور به هېواد، متحده عرب اماراتو د کرکټ ملي لوبډلې نن د شارجه په نړیوال میدان کې خپله دویمه شل اووره مسابقه کوي.

د افغانستان  لوبډلي له دې وړاندي د متحده عربي اماراتو څخه دوې يو ورځنۍ تمریناتي او يوه شل اوريزه رسمي لوبه ګټلې او په پام کي ده چې نن دوهمه لوبه هم ترسره شي.

افغان ملي لوبډلي په تېره شل اوريزه لوبه کې کوربه اماراتو ته د ۷۲ منډو په توپير ماتي ورکړه او په دې سره یې د سريز لومړۍ بريا په خپل نوم کړه.

په دغه لوبه کې د افغان  لوبډلي بريګر توپ وهونکي او ويکټ کيپر رحمان الله ګربز د خپل کرير لومړنۍ سليزه هم وووهله.

لوبډل مشر ابراهيم زدراڼ بيا ۵۹ ډيري منډي ترسره کړې او په توپ اچونه کي بيا فضل حق فاروقي دوې او قيس احمد او نوين الحق يوه-يوه ويکټ ترلاسه کړه.

افغان ملي لوبډله او متحده عربي امارت به د سريز ورستۍ او پاينل لوبه د راتلونکې سه شنبې په ورځ په شارجه کې ترسره کړي.

هېره دې نه وي چې د ۲۰۲۴ کال د جنوري په مياشت کې  ملي لوبډله د هند/بهارت ملي لوبډلي په وړاندي هم د شل اوريزو سياليو سريز په مخکي لري.

د يادونې وړ ده چې افغان کرکټ بورډ د متحده عربي امارتو د کرکټ بورډ سره يو تړون کړی چې پر مهال به يې عربي امارت افغان کرکټ بورډ ته یو لوبغالی د کوربه توب لپاره ورکوي، او افغان کرکټ ملي لوبډله به هر کال د يادې لوبډلې سره د شل اوريزو سياليو سريز ترسره کوي.