راپورونه کورني راپورونه

په هلمند کې د پنځو جاسوسي بې پيلوټه الوتکو برخې کشف شوي

د طالبانو د دفاع وزارت منسوبينو پر ايکس پاڼه خبر ورکړی چې، ۲۱۵ عزم قول اردو د پنځو بې پيلوټه جاسوسي الوتکو برخې کشف کړي دي.

د ياد وزارت په خبره د بې پيلوټه جاسوسي الوتکو برخې يې د ټوټو په شکل د راکټ د ۹ فيره مرميو او ۸ دانې لاسي بمونو سره يو ځای د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې کشف کړي دي.

دفاع وزارت همدارنګه ويلي، چې د دې کشف شوو توکو په تور يې ۴ شکمن کسان نيولي دي.

د هلمند موسی کلا ولسوالي د تېر جمهوريت پرمهال د طالبانو مهمه ساحه وه چې د طالبانو زيات مشران پکې اوسېدل او د طالبانو د کويټې شورا هم په وروستيو کې د موسی کلا ولسوالۍ ته انتقال شوې وه.

د يادولو وړ ده چې په موسی کلا ولسوالۍ کې څه موده مخکې د داعشو پټنځای هم کشف شوی وو، او د يادې سيمې د سرچينو د مالوماتو پر بنسټ په دې ولسوالۍ کې يو طالب قومندان هم د مقاومت ډلې سره يو ځای شوی وو.