پښتونخوا

په خيبر پښتونخوا کې ۶۰۰ پاکستاني پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په خيبر پښتونخوا کې په ۲۰۲۳ کال کې نژدې ۶۰۰ پاکستاني پوځيانو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د خيبر پښتونخوا د ترهګرۍ سره د مبارزې اداره وايي چې په روان ۲۰۲۳ کال کي په وسله والو حملو کې ۱۸۴ نظاميان وژل شوي او ۴۰۸ تنه ټپيان شوي دي.

دې ادارې د پنځنۍ/پنجشنبې په ورځ په يوه خبر کې ويلي چې په ۲۰۲۳ کال کې يې د ترهګرو د ځپلو پر ضد تر ۲۰۰۰ زيات عمليات تر سره کړي دي.

د دې سره هممهاله د پنجاب په راولپنډۍ کې د ترهګرو د ځپلو لپاره د پاکستاني پوځيانو يوه ناسته هم ترسره شوې ده.

د پاکستاني پوځ په اعلاميه کې راغلي چې تحريک طالبان پاکستان په افغانستان کې ازادانه فعاليتونه کوي او پرمختللي وسلې او روزنې ترلاسه کوي.