نړیوال نړیوال سیاست

د امريکا د مين ايالت ډونالډ ټرمپ ولسمشرۍ ته له نوماندېدو څخه بې برخې اعلان کړ

د نړيوالو رسنيو د مالوماتو پر بنسټ د امريکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د متحده ايالاتو د ( مين ايالت ) لخوا په راتلونکو ټاکنو کې د نوماندېدو څخه بې برخې شوی دی.

رويټرز خبري آژانس خبر ورکړی چې د مين ايالت وزير د پنځنۍ/پنجشنبې په ورځ ويلي چې په ۲۰۲۱ کال کې د دې ايالت پر کنګره د ډونالډ ټرمپ په هڅونه د هغه د پلويانو د بريد په پار هغه د ټاکنو بې برخې شوی دی.

د مين ايالت مقاماتو د يوه ۳۴ مخيزه حکم پر بنسټ ويلي، چې د امريکا په اساسي قانون کې پر دولتي بنسټونو بريد هيڅ د زغم او توجه وړ نه دی.

په همدې حال د ډونالډ ټرمپ ټاکنيزې ډلې ويلي چې ډېر ژر به د دې حکم خلاف اعتراض وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د متحده ایالاتو د کولوراډو ایالت عالي محکمې هم ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د نوماندېدو څخه بې برخې کړی وو.

ويل کېږي چي مين د کولوراډو وروسته دوهم ايالت شو چې ډونالډ ټرمپ د امريکا ولسمشريزو ټاکنو ته له درېدو منع کوي.