راپورونه کورني راپورونه

په ننګرهار کې طالبانو د محمد الیاس مومند قاتل په ډزو وژلی دی

محمد الیاس مومند

کله چې په ننګرهار کې يو برمته شوی ماشوم محمد الیاس مومند د تښتوونکي لخوا ووژل شو، تازه طالبانو ويلي چې د الياس مومند تښتوونکی او قاتل يې په ډزو وژلی دی.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر پرون پنځنۍ/پنجشنبه د مرغومي پر ۷مه ويلي، د يوه عمليات په ترڅ کې يې د محمد الیاس تښتونکی تر پېژندنې وروسته په ډزو وژلی دی.

د يادولو وړ ده چې طالبانو د وژل شوي کس د هويت، د وژني د ځای او د عملياتو د وخت په اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې انسان تښتوونکو غلو تېره اوونۍ د ننګرهار د څلورمې ناحيې څخه د محمد الیاس مومند په نوم يو ماشوم غلا کړی وو چې تر درې ورځې وروسته يې ماشوم وژلی وو او جسد يې کورنۍ ته سپارلی وو.

د يادولو وړ ده چې په وروستیو کې په افغانستان کې هر ډول غلاوې زياتي شوي دي چې په انسان تښتوونکي غلو کې هم د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

| طالبانو د پوهنتون د استاد عبدالغفار همدرد د قتل په تور يو کس نيولی