اقتصاد کورني خبرونه

افغانستان بانک: د سيمې په هېوادونو کې افغانۍ يوازينی پولي واحد دی چې ارزښت يې لوړ شوی

د افغانستان مرکزي بانک مسؤلينو ويلي چې د ۱۴۰۲ لمريز کال په جريان کې د افغانستان پولي واحد افغانۍ د ډالرو په مقابل کې ۱۹.۳ سلنه ارزښت پيداکړی دی.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري آژانس په يوه راپور کې ويلي، چې دا موضوع د څلورنۍ/چهارشنبې په ورځ د افغانستان بانک د پولي سیاست عمومي آمر احمد جواد سداد لخوا په يوه خبري ناسته کې مطرح شوې ده.

ښاغلي سداد په دې خبري ناسته کې ويلي چې د سيمې په هېوادنو کې يوازينی پولي واحد افغانۍ ده چې خپل د ارزښت ساتلو سره سره يې د نورو پولي واحدونو پر وړاندې ارزښت لوړ شوی دی.

ويل کېږي چې د طالبانو واک ته په راتلو سره د يوه امریکايي ډالر بيه په اول کې تر ۱۱۰ افغانيو هم لوړه شوې وه، خو په وروستیو کې افغانيو خپل ارزښت بيرته ترلاسه کړ چې نن سبا يو ډالر د ۷۰ افغانيو په شاوخوا کې تبادله کېږي.

د مالوماتو پر بنسټ تېر مياشت د يوه امريکايي ډالرو ارزښت ۶۷ افغانيو ته راټيټ شوی وو، د افغانستان بانک د پولي سیاست امر وايي چې د تېرې مياشتې راهيسې چې ۳ افغانۍ کوم توپير راغلی دا د افغانيو د بې ارزښته کېدو نه بلکې د ډالرو د با ارزښته کېدو په وجهه دی.

په همدې حال زيات شمېر هېوادوال وايي چې د افغانيو ارزښت د ډالرو پر وړاندې لوړ شوی دی خو لا هم په هېواد کې د خوراکي او غیري خوراکي توکو بيې کښته شوي نه دي.

پر افغانستان د طالبانو د واکنۍ راهيسي د خوراکي او غیري خوراکي توکو بيې ډېري لوړي شوي دي، چې د طالبانو حکومت د ګرانۍ وجهه پر افغانستان او د دوی پر حکومت نړيوال بنديزونه د دليل او توجه په توګه کاروي.