سیاست کورني خبرونه

مجاهد: نه مو د چا په چارو کې مداخله کړې او نه زموږ په چارو کې چاته د مداخلې اجازه ورکوو

د روسي يرغل د ۴۴مې کاليزي د لمانځلو په غونډه کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ويلي، چې د طالبانو حکومت د هيڅ هېواد په داخلي چارو کې مداخله نه کوي.

په همدې حال ذبيح الله مجاهد په ټينګار سره وويل چې د افغانستان اسلامي امارت پر دې ژمنه ولاړ دی چې د چا په چارو کې به مداخله نه کوي، او د ټولو هېوادونو سره تعامل کولو ته چمتو دی.

ذبيح الله مجاهد ويلي، لکه څنګه چې اسلامي امارت د نورو هېوادونو په چارو کې مداخله نه کوي همداسي نورو هېوادونو ته هم اجازه نه ورکوي چې د افغانستان په چارو کې مداخله وکړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په داسي حال کې د سيمې او نړۍ سره پر تعامل ټينګار کوي چې د څه باندې دوه کاله راهيسي تر اوسه هیڅ هېواد هم د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندلی.

د يادولو وړ ده چې د سيمې ځينې هيوادونه د طالبانو سره تعامل او سياسي ليدنې لري خو هغوی هم په داسې ډول اړيکو پيل نه دی کړی چې د رسمي پېژندنې مانا ورکړي.

دا په داسي حال کې ده چې د تېرو څه باندې دوو کالو راهيسي طالبانو ډېره هڅه کړې چې د دوی حکومت د ملګرو ملتونو لخوا په رسميت وپېژندل شي او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان چوکۍ دوی ته وسپارل شي، خو د طالبانو حکومت تر اوسه پورې په دې برخو کې هدف ته نه دی رسېدلی.