راپورونه کورني راپورونه

په باميانو کې د ۳۱۸ زره ډالرو په لګښت يو ښوونځی جوړ شوی

په باميانو کې د طالبانو مسؤلين وايي، چې په ياد ولايت کې يې د ۳۱۸ زره امريکايي ډالرو په لګښت د ښوونځي يوه ودانۍ جوړه کړې ده.

د باميانو ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست نن څلورنۍ/چهار شنبه د مرغومې ۶مه په يوه خبرپاڼه کې ويلې، چې د دې ښوونځي د جوړښت چارې پرون بشپړه شوې او ګټې اخيستنې ته چمتو شوه.

د باميانو د ولايت مقام وياند عبدالصبور فرزان رسنيو ته ويلې، چې د دې ښوونځي لګښت د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ يا (UNHCR) لخوا ورکول شوی دی.

د خبرپانې له مخې دا ښوونځی د (قاضان د هلکانو لېسه) په نوم د باميان په مرکز فولادي دره کې جوړ شوی دی، دا ودانۍ دوه پوړه ده چې د کمپيوټر خونې په شمول ۱۴ ټولګې او يو لابراتوار لري.

ويل کېږي چې د دې ښوونځي لپاره د مېزونو، چوکيو، د اوبو سيستم، د لمریزې برېښنا سيستم او د لوبو ځای برابرول هم په پام کې نيول شوي دي، تر څو د زده کوونکو لپاره اسانتیاوې او بوختياوې رامنځته شي.

دا په داسې حال ده چې اوس هم د هېواد په ډېرو ولايتونو کې ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکې په نامناسبو چاپېريالونو کې تر شنه اسمان لاندې يا په خېمو کې زده کړې کوي.

د يادونې وړ ده چي پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ راهيسي د انجونو ښوونځي تړلي دي چې دې بنديز د هلکانو پر ښوونځيو هم اغېز کړی دی او د پخوا په څېر د ښوونې او روزنې جريان له ستونزو سره مخ دی.