راپورونه کورني راپورونه

د ايران د زاهدان له زندانه ۵۲ افغانان ازاد شوي

د ايران د زاهدان له يوه زندانه ۵۲ افغانان ازاد او افغانستان ته لېږدول شوي دي.

د هغو مالوماتو پر بنسټ چې د دوشنبې په ورځ طالبانو شريک کړي، ياد افغانان په ايران کې د قانوني اسنادو د نه لرلو په دليل د ايراني پوليسو لخوا نيول شوي وو.

د طالبانو د مقاماتو په وينا، دا ۵۲ زاد شوي کسان د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت استازولۍ ته په نيمروز کې سپارل شوي دي.

دا په داسي حال کې ده پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راهيسي څوم ځل دی چې له ايران څخه افغان زنداني وګړي خوشي کېږي او افغانستان ته لېږدول کېږي.