راپورونه کورني راپورونه

د ازادۍ جبهه وايي تېره شپه يې پنجشير کې څلورو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې

د ازادۍ جبهې تازه اعلان کړی چې تازه يې په پنجشير کې د طالبانو پر يوه قرارګاه حمله کړې ده.

د هغې خبرپاڼې په اساس چې د دې جبهې لخوا پر ايکس پاڼه خپره شوې ده پرون د شپې ۶:۳۰ بجې د پنجشير د (تندي خواجه) په سيمه کې د طالبانو پر يوې قرارګاه د دې جبهې لخوا بريد شوی دی.

د ازادۍ د جبهې د خبر له مخې په دې بريد کې د طالبانو دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي او د طالبانو يو رنجر موټر هم تخريب شوی دی‌.

په دې اړه د يادې سيمې څخه نورو سرچينو تر اوسه څه نه دي ويلي او همدارنګه طالبانو هم د ازادۍ جبهې د دغې ادعا په هکله تر اوسه څه نه دي ويلي.

دا په داسي حال کې ده چې په دې وروستیو کې د طالبانو د مخالفو جبهو لخوا د طالبانو پر نظامي مرکزونو بريدونه زيات شوي دي.

تر دې وړاندې د بغلان په دولت شاه کې د ازادۍ جبهې لخوا د طالبانو د استخباراتو پر يوه مېلمستون بريد شوی وو چې په ياد بريد کې د طالبانو پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

ويل کېږي چي ازادۍ جبهې د ملګرو ملتونو سازمان ته په يوه لېږل شوي ليک کې ويلي چې د طالبانو پر وړاندې به د دې جبهې مقاومت تر هغو دوام لري تر څو پورې چې يې د افغانستان څخه ټول طالبان ورک کړي نه وي.