راپورونه کورني راپورونه

د زابل شملزو باندې د پاکستاني پوځيانو په ډزو کې شپږ افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ځلا نيوز: په زابل کې سرچينې وايي، چې پاکستاني پوځيانو پر عامو افغانانو مخامخ ډزي کړي او مرګ ژوبله يې اړولې ده.

يوې سرچينې رسنيو ته ويلي چې د مرغومي پر ۴مه د دوشنبې په ورځ د زابل ولايت په شملزي ولسوالۍ کې د ډيورنډ فرضي کرښه باندې دغه ډزي شوي دي.

د سرچينو څخه د ترلاسه شوو مالوماتو په اساس په دې ډزو کې دوه کسه وژل شوی او څلور زخمي شوي دي.

د يادونې وړ ده چې تر اوسه د پاکستاني پوځيانو د دې پېښي دليل مالوم شوی نه دی او طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسي حال کې ده چي تر دې وړاندې هم پاکستاني پوځيانو د افغانستان پر خاوره بريدونه کړي وه چې تلفات يې هم د ځان سره درلوده.

تېره شپه پاکستاني پوځيانو د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې هم د ډيورنډ کرښې ته نژدې د شپې پر مهال د يادې سيمې پر اوسېدونکو ډزې کړې وې.

ويل کېږي په دې وروستیو کې د بېلابېلو دلایلو په اساس د طالبانو او پاکستان اړیکې خراپي شوي دي.

راپور: محبوب حکيمي