راپورونه کورني راپورونه

فارياب د زندان رييس د ښځو د زندان د يوې ۱۳ کلنې زندانې انجلۍ سره واده کړی

د فارياب څخه باوري سرچينې وايي، چې د فارياب د زندان رييس د يوې ۱۳ کلنې کم عمره زنداني انجلۍ سره واده کړی دی.

د فارياب څخه سرچينو رسنيو ته ويلي، چې د طالبانو د فارياب د زندان رييس چې ( ملا سردار بيک ) نومېږي چې د ۶۰ کالو عمر لري او د خپل لومړي واده څخه څو زامن او لمسيان هم لري.

د سرچينو په خبره دا انجلۍ د بلچراغ ولسوالۍ اوسېدونکې ده او يوه مياشت کېږي چي د يو هلک سره د نامشروع اړيکو درلودلو په تور طالبانو زنداني کړې وه، او سردار بيک ياده ۱۳ کلنه انجلۍ له زندانه آزاده کړې او ځان ته يې واده کړې ده.

د سرچينې په خبره دا انجلۍ پلار نه لري او د هغې مور د ډېرو کوښښونو وروسته هم ونه توانېده چې خپله لور له زندانه آزاده کړي، خو د سردار بيک د انجلۍ مور ته ويلي وه چې لور دې په دې شرط آزادوم چې هغه ماته په نکاح راکړې.

د انجلۍ مور او انجلۍ دواړې په دې شرط د راضي کېدو وروسته په پنځلسو ورځو کې د طالبانو په قومندانۍ کې د هغې دوسيه د سردار بيک لخوا حل شوه او ځان ته يې په نکاح کړه.

سرچينې زياتوي، ياده دوسيه د دوو اونيو وروسته په مرکز کې د طالبانو مشرانو ته رسېدلې چې سردار بيک يې کابل ته ور غوښتی خو هغه تر اوسه پورې کابل ته نه دی تللی.
د سرچينې له قوله، ملا سردار بيک د فارياب د ګرزيوان ولسوالۍ اوسېدونکی دی او د طالبانو د فارياب د والي شعيب رسالت نژدې کس دی.

دا په داسي حال کې ده چې تر دې وړاندې د طالبانو په زندانونو کې د ښځينه بنديانو سره د ازار او اذيت راپورونه خپاره شوي وو.