نړیوال کلتور او هنر

ټيک ټاکره صندل‌ خټک له ټيک ټاک څخه سياست ته ځي

د خيبر پښتونخوا مشهورې ټېک ټاکرې صندل خټګ د پاکستان راروانو پارلماني ټاکنو ته ځان نوماند کړ.

۲۷ کلنه صندل خټګ چې په ټيک ټاک او نورو ټولنيزو رسنيو کې يې د مينوالو شمېر ميليونونو ته رسېږي، يوه ټيکټاکره او موډله ده چې د خیبر پښتنونخوا د کرکه ولسوالۍ اوسېدونکې ده، دا ځل يې سیاست ته مخه کړه او د خيبر پښتونخوا څخه يې د پارلمان لپاره نوم ليکنه وکړه.

د نومليکنې د کاغذونو د جمع کولو پرمهال هغې د جيونيوز سره په په خبرو کې وويل چې، زموږ ولس د ګڼو ستونزو سره مخ دی، د کرک سيمه چې د ټول پاکستان ګاز له دې ځايه ځي خو خپله د کرک ولس ګاز نلري، همدارنګه د څښاک پاکې اوبه او برېښنا نلري، د هغې په خبره چې د بريا وروسته به د خپلو خلکو او سيمې لپاره خدمت کوي.

هغې د جيو نيوز سره په خبرو کې وويل چې راروانو ټاکنو ته خپلواکه نومانده ده او د کوم ګوند سره تړاو نلري خو ځلا نيوز ته رسېدلي مالومات ښيي چې هغې تازه د ( پاکستان تحريک انصاف ) ګوند چې عمران خان یې مشر دی غړيتوب اخيستی.