راپورونه

سراج‌الحق: طالبانو ته واک سپارل د امريکا غوښتنه وه

د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند مشر ( سراج الحق ) په اسلام اباد کې د ايراني سفير سره په ليدنه کې ويلي چې په افغانستان کې د طالبانو بيا واکمنېدل د امريکا غوښتنه وه.

د ايران فارس خبري آژانس ويلي د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند مشر سراج الحق د شنبې په ورځ د مرغومې ۲مه په اسلام آباد کې د ايران د سفير رضا اميري سره په ليدنه کې د افغانستان په اړه خبرې اترې کړي دي.

د دې خبر له مخې سراج الحق په دې ليدنه کې ويلې «چي په افغانستان کې بې ثباتی او هم په پاکستان کې د اوسنۍ نا امنۍ ترويجول د امريکا پلانونه دي».

سراج الحق همدارنګه ويلي، « چې د سيمې د ټولو بحرانونو اصلي عامل امریکا ده او د امريکا ځواکونه چې چېري هم تللي دي هلته يې زياتي ستونزي رامنځته کړي دي».

دا په داسې حال کې ده چې څه باندې دوه کاله کېږي چې د افغانستان څخه د امريکايي پوځيانو له وتلو وروسته طالبانو واک ترلاسه کړی دی.

ويل کېږي چې په وروستیو دوو کلونو کې په پاکستان کې ترورستي پیښې زياتي شوي دي، پاکستاني مقامات طالبان د ترهګرو په ملاتړ او تمويل تورنوي او د هري ترهګريزي پېښي وروسته د پاکستان حکومت له طالبانو غواړي چې په افغانستان کې د تحريک طالبان پاکستان پټنځايونه له منځه يوسي، خو طالبان هر ځل د پاکستان دغه ادعاوې ردوي او وايي چې خپل امنيت دې خپله ونيسي.