آسیا

بلوڅ لاريونوال: د ستونزو د حل لپاره بايد يوه نړيواله کمېټه جوړه شي

د بلوڅو دا لاريون د جبري لادرکيو او د عدالت پرته وژنو پر خلاف راجوړ شوی دی، نژدې يوه مياشت کېږي چې دغه لاريون د پورتنيو ناعدالتيو پر خلاف دوام لري، تر دې وړاندې د جنوبي پښتونخوا يا بلوچستان په تربت کې لګېدلی وو چې بيا يې د اسلام اباد پر خوا حرکت وکړ، اوس دغه لاريون په کويټه او اسلام اباد کې دوام لري.

د بلوڅو لاريون يوې ګډونوالې ماهزيب بلوڅ ځلا نيوز ته وويل چې په اسلام اباد کې به د بلوڅو د حق غوښتنې لاريون تر هغو دوام لري تر څو پورې چې د دوی غوښتنې نه وي منل شوي، د هغې په خبره د مذاکراتو لپاره پر پاکستاني چارواکو باور نه کوي او د نړيوالو هېوادونو څخه د يوې کمېټې جوړولو غوښتنه کوي چې د دوی د غوښتنو د اورېدو او حل ډاډ ولري.

په اسلام اباد کې د ډسمبر پر ۲۱مه پر ياد لاريون د پاکستاني پوليسو لخوا حمله وشوه چې اوښکې بهونکې ګاز يې ور باندې وشيندل، زيات شمېر کسان يې په کوتکونو ووهل او د لاريون ۵۳ ګډونوال چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل وه، ونيول په هغو کې ماهرنګ بلوڅ هم وه کومه چې په اسلام اباد کې د ياد لاريون رهبري کوي، يوه ورځ وروسته د اسلام اباد محکمې بيرته ياد نيول شوي کسان خوشي کړه.

ماهزيب بلوڅ همدارنګه زياتوي چې د بلوڅو د حق غوښتنې دغه سلسله د ۲۰۰۹ کال کې اول ځل د (امامه قدير) په مشرۍ د بلوچستان څخه پيل شوه چې يو ځل د بلوچستان څخه کراچي ته او بيا د کراچي څخه کويټي ته پياده لاريون وشو، ماهزيب بلوڅ هغه بلوڅه پېغله ده چې اکا یې راشد حسين د ډېر وخت راهيسي په پاکستان کې لادرکه دی، ماهزيب همدارنګه زياتوي چې د لاريونونو دغه سلسله به تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام لري، هغې نور ونه ويل چې د ۲۰۳۰ کال پورې که يې غوښتنې ونه منل شي نو بيا به يې پلان څه وي.