سپورت فوټبال

د افغانستان او قطر د فوټبال ملي لوبډلې د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې لوبېږي

نن پنجشنبه د افغانستان او قطر د فوټبال ملي لوبډلې د دوحې په خلیفه نړیوال لوبغالي کې له یو بل سره مخامخ کېږي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون خبر ورکړی چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله له ټولو ستونزو سره سره د قطر د فوټبال له ملي لوبډلې سره سیالۍ ته چمتو ده.

دا لوبه د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام د غوراوي پړاو د دویم پړاو یوه برخه ده او نن پنجشنبه د سلواغې ۲۵ مه د قطر په دوحه ښار کې ترسره کېږي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د ملي لوبډلې نوې جوړښت هم اعلان کړی، چې په کې د افغانستان د فوټبال د لویو څېرو لکه فیصل شایسته، فرشاد نور، نورحسین او نورو نومونه نه دي شامل. پر ځای یې یو شمېر نوې څېرې لکه بلال ارزو، اسلام الدین امیري او نور په لوبډله کې شتون لري.

د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې د انګلیسي سر روزونکي اشلي مایکل ویسټ ووډ، چې په لوبډله کې یې دنده پیل کړې، له لوبې مخکې په یوه خبري ناسته کې وویل، چې د اسیا له اتلولۍ نه ویریږي او سیالۍ ته چمتو دي.

د قطر د فوټبال د ملي لوبډلې مشر روزونکي کارلوس کویروز هم اعلان کړی، چې میدان ته یې د خپلو لوبغاړو د لېږلو پرېکړه کړې او هیله لري، چې قطري تماشاچیان به د قطري لوبډلې د ملاتړ لپاره په خلیفه لوبغالي کې ننداره وکړي.

ټاکل شوې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله راتلونکې مسابقه د نومبر په ۲۱مه د کویټ له لوبډلې سره وکړي. په دې سیالیو کې به د افغانستان لوبډله د کوېټ لوبډلې سره د دمام ښار په شهزاده محمد بن فهد لوبغالي کې ترسره شي.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د نړیوال جام د غوراوي سیالیو په دوهم پړاو کې له قطر، کویټ او هند سره په ګروپ کې ځای لري او د افغانستان راتلونکې لوبې به د مارچ او جون په میاشت کې له قطر، هند او کویټ سره ترسره شي.

    ځواب دلته پرېږدئ

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *